انصار (دوشنبه، د سنبلې 27مه) د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ته په یوه لیک له هغو ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار کړی چې دواړه هیوادونه ورسره مخامخ دي.
د طالبانو ريیس الوزرا ملاحسن اخوند ته ښاغلي کاکړ په داسې وخت کې لیک استولی چې پاکستان په ظاهره له کابله ګیله من دی چې له خپلې خاورې پاکستان ته د ټي ټي پي د جنګیالیو د اوښتو د مخنیوي لپاره کافي اقدامانات نه کوي.
یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط لوېدیځو رسنیو ته د انورالحق کاکړ د لیک په اړه ویلي چې نوموړي له ملاحسن اخونده په دې مننه کړې چې د ده د صدراعظم کېدو په مناسبت یې مبارکي ورلېږلې ده.
سرچینه زیاتوي، کاکړ په عین حال کې د پاکستان امنیتي اندېښنې یادې کړي او د اقتصادي او سوداګري اړیکو د پراختیا لپاره یې په شریکه له دغو اندېښنو سره د مقابلې غوښتنه کړې ده.
د پاکستان صدراعظم لیکلي:«سوداګري او سیمه ییز اتصال زموږ د خلکو د سوکالۍ لپاره مهم دی. موږ باید د دغو ګډو هدفونو لپاره په ګډه کار وکړو.»
د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د سرپرست صدراعظم د لیک په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې پناهځایونه لري او له کله چې د ۲۰۲۱ په اګست کې افغان طالبان واک ته رسیدلي، د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان موقت صدراعظم، چې ویل کېږي د پاکستان د پوځ او استخباراتو په خوښه واک ته رسول شوی، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد ځپونکي اقدامات زیات کړي دي.
د چارو ځینې کتونکي وايي چې د پاکستان پوځ او استخبارات د ډیورند کرښې د دوو خواوو د پښتنو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کړې چې دا ډول ځپونکي اقدامات د یوه پښتون په وسیله ترسره کړي.
د وروستیو راپورونو له مخې، د صدراعظم کاکړ له امره وروسته پولیسو په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان نیولي دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27060